ګرانو هېوادوالو په سلامونو مو لمانځو!
ستاسو د روغتیا په هیله موږ پدې ویب بلاګ کې لومړی د بنسټیزو مالوماتو څخه پیل کوو، هغه دا چې اقتصاد څه شی دی؟ د اقتصاد ډولونه او داسې نور... چې دا هر څه به په مفصله توګه تاسو ته وړاندې شی.
لومړی به د اقتصادپوهنه وپېژنو چې اقتصاد یانې څه:
اقتصادپوهنه هغه پوهه ده چې له لږو وسیلو څخه د زیاتې لاسته راوړنې د عملیې څېړنه کوی.
جزیی اقتصاد (Microeconomics): چې پدې کې په انفرادی توګه له اقتصاد له یوې برخې لکه: فابریکې، شرکتونه، لګښتونه، کور او داسې نور په اړه غږېږی، ۲- ټولیز اقتصاد (Macroeconomics): چې پدې کې بیا د یو هېواد اقتصاد په ټولیزه توګه څېړی لکه ټولنیزه غوښتنه (Aggregate demand) بېکاری (unimplemented) د نرخونو لوړوالې او ټیټوالې اقتصادی پرمختګ، نړیوال اقتصادپوهنه او داسې نور ترڅېړنې لاندې نیسی.
دا او ددې په څېر نورو ځینو لیکنو ته به پدې بلاګ کې ځای ورکړو.
ستاسو د رغنده نیوکو، سلا مشورو، او وړاندیزونو په هیله.