دوشنبه 17 اسفند ماه سال 1388

هره ټولنه دېته اړتیا لری چې یو اقتصادی سېسټم ولری. لومړی باید موږ پدې پوه شو چې یو اقتصادی سېسټم یانې څه؟


پېژندنه:

اقتصادی سېسټم د بنسټیزو او تربیتی میکانیزم یوه ټولګه (set) دی.


موږ دوه ډوله اقتصادی سېسټمونه لرو:


۱- مارکېټ سېسټم (Capitalism).

۲- کمانډ سېسټم (Command System).


مارکېټ سېسټم ته کپیټلیزم سېسټم هم وایی



د بشپړې لیکنې لوستنې لپاره دا ځای کېکاږﺉ
دوشنبه 3 اسفند ماه سال 1388

ګرانو هېوادوالو په سلامونو مو لمانځو!

ستاسو د روغتیا په هیله موږ پدې ویب بلاګ کې لومړی د بنسټیزو مالوماتو څخه پیل کوو، هغه دا چې اقتصاد څه شی دی؟ د اقتصاد  ډولونه او داسې نور... چې دا هر څه به په مفصله توګه تاسو ته وړاندې شی.

لومړی به د اقتصادپوهنه وپېژنو چې اقتصاد یانې څه:


اقتصادپوهنه هغه پوهه ده چې له لږو وسیلو څخه د زیاتې لاسته راوړنې د عملیې څېړنه کوی.

 جزیی اقتصاد (Microeconomics): چې پدې کې په انفرادی توګه له اقتصاد له یوې برخې لکه: فابریکې، شرکتونه، لګښتونه، کور او داسې نور په اړه غږېږی، ۲- ټولیز اقتصاد (Macroeconomics): چې پدې کې بیا د یو هېواد اقتصاد په ټولیزه توګه څېړی لکه ټولنیزه غوښتنه (Aggregate demand) بېکاری (unimplemented) د نرخونو لوړوالې او ټیټوالې اقتصادی پرمختګ، نړیوال اقتصادپوهنه او داسې نور ترڅېړنې لاندې نیسی.

دا او ددې په څېر نورو ځینو لیکنو ته به پدې بلاګ کې ځای ورکړو.


ستاسو د رغنده نیوکو، سلا مشورو، او وړاندیزونو په هیله.



د بشپړې لیکنې لوستنې لپاره دا ځای کېکاږﺉ
یکشنبه 2 اسفند ماه سال 1388

ګرانو پښتنو افغانانو سلام علیکم ورحمة الله و برکاته.


هیله ده روغ اوسﺉ.


د اقتصادپوهنې بلاګ ستاسو او ستاسو د علمی سوییې د لوړولو لپاره دی. موږ به هڅه وکړو چې تاسو ته پدې بلاګ کې د اقتصادپوهنې اړوند علوم په ښکلی پښتو ژبه وړاندې کړو، ترڅو زموږ پښتانه ترې ګټه پورته کړی.



په درنښت


د بشپړې لیکنې لوستنې لپاره دا ځای کېکاږﺉ